په برېتانیا کې د کرونا ویروس د نوي ډول له خپرېدو وروسته ګڼو اروپايي هېوادونو له دغه هېواد سره خپل پروازونه ځنډولي دي. د راپورونو له مخې د برېتانیا حکومت خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې د کرونا یو بل ډول کشف شوی چې خورا چټک خپرېږي. له دې وروسته د جرمني، بلجیم، ایټالیا او هالنډ په تازه اقدام کې له برېتانیا سره خپل پروازونه ځنډولي دي. جرمني تېره شپه ناوخته دا پرېکړه کړې چې له برېتانیا سره به تګ راتګ ځنډوي. له دې سره جوخت امریکا هم په برېتانیا کې د نوي ویروس خپرېدل د اندېښنې وړ بللي دي او خپلو اتباعو ته یې ویلي چې له پوره احتیاط کار واخلي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا د نوې بڼې په اړه به ژر د خپلو څېړنو پایلې شریکې کړي.
































