تاجکستان وایي دوی په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې په بشپړه توګه ملاتړ کوي. د تاجکستان د پارلمان رییس محمد طاهر ذاکرزاده د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي. دده په خبره تاجکستان د سولې له هغه بهیر بشپړ ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ اړیکې باید لا پراخې شي او ددواړو هېوادونو پارلمانونه دې په خپلو کې لیده کاته ډېر کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو همکاري خورا مهمه ده. هغه تاجکستان د افغانستان ښه ګاونډی بللی او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري به په بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
































