د بادغیس ولایت ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په قادس والسوالۍ کې ماین چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې په داسې حال کې رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یو موټر له سړک غاړې ماین چاودنې سره مخ شو. د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده. تر اوسه د یادې چاودنې پړه د طالبانو په ګډون هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































