د ۲۰۳ تندر قول اردو ادعا کړې ده چې په لوګر کې یې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او دغه راز یې د دغې ډلې دوې بې پیلوټه الوتکې کشف او له منځه وړي دي. د یادې قول اردو د پلي لیوا ځواکونو ویاند احمد شکیل تسل ویلي چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یې په ترسره شویو عملیاتو کې د دوه چیچن وسله والو په ګډون شپږ طالبان وژلي او دوې هغه الوتکې یې هم رانسکورې کړي دي چې د درېیو بمونو د لېږدولو وړتیا یې لرله. هغه زیاته کړې چې یادې الوتکې د کمپیوټر په واسطه رهبري کېدلې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































