د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې په غزني کې د خبریال رحمت الله نیکزاد وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي. دغه فدراسیون ویلي نیکزاد له کوره د جومات پر لور روان و چې ناپېژانده وسله والو له بې غږه تومانچې په استفادې وژلی دی. دغه فدراسیون له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې ددغه پېښې عاملین مشخص او جزایي کړي. د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د ازادو رسنیو او خبریالانو پر وړاندې شته خطرونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي. بلخوا الجزیرې شبکې هم په غزني کې د خپل پخواني خبریال رحمت الله نیکزاد وژل کېدل غندلي دي او په خبره یې د خبریالانو د چوپ کولو بهیر د جدي اندېښنې وړ دی.
































