په کابل ښار کې په نننۍ چاودنه کې د محابسو ریاست درې ډاکټرانې وژل شوې دي. د کابل د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي چې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ننني برید هدف د محابسو ریاست یو موټر و. دده په خبره په دې پېښه کې د یاد ریاست د درېیو ښځینه ډاکټرانو په ګډون پنځه کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. هغه ویلي چې د پېښې په اړه لا ډېرې پلټنې روانې دي. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
































