د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوي. د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو له مخې، د تاجکستان ولسمشر دا څرګندونې نن د دغې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. امام علي رحمان ویلي چې دوی له افغانستان سره تاریخي، فرهنګي او دیني اړیکې لري او په خبره یې، افغانستان، تاجکستان او ټوله سیمه ترهګرۍ اغېزمنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې افغانستان کې سوله او ثبات د سیمه ییز اتصال لپاره غوره زمینه برابرولی شي. هغه ویلي، هېواد یې د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
































