امریکا وایي چې تازه یې د ایران په شاوخوا اوبو کې خپل نوی یو پیاوړی اوبتل ځای پر ځای کړی دی. د راپورونو له مخې دغه اوبتل په یوه وخت کې ۱۵۴ کروز توغندي لېږدولی شي او د ۶۰ په شاوخوا کې د ځانګړو عملیاتو پوځیان هم ځایولی شي. امریکايي پوځ په یوه اعلامیه کې د فارس خلیج پر ځای د عربي خلیج کلیمه کارولې ده او په وینا یې دغه اوبتل به په دې سیمه کې خپل فعالیتونه ترسره کوي. په دې وروستیو کې امریکا د ایران شاوخوا هېوادونو او سمندرونو کې خپلې الوتکې، بېړۍ او اوبتلونه ځای پر ځای کړي دي. ایران دې مسئلو ته غبرګون ښودلی او له نړیوالو یې غوښتي چې د امریکا د ناقانونه کړنو مخه ونیسي.
































