ملګرو ملتونو رامز الاکبروف د افغانستان لپاره د خپل نوي استازي په توګه ټاکلی دی. ملګري ملتونه وایي، اکبروف به ډېر ژر د توبي لنزر پر ځای په افغانستان کې د دغه سازمان د استازي په توګه خپله دنده پیل کړي. یاد بنسټ دغه راز ویلي چې نوموړی به همدارنګه په افغانستان کې د ملګري ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکی هم وي. رامز الاکبروف په ملګري ملتونو کې د کار ۲۵ کلنه تجربه لري او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې یې دندې ترسره کړې دي. رامز چې په روسي، انګلیسي او فرانسوي ژبو پوره تسلط لري د ازربایجان اصلي اوسېدونکی دی، په ازربایجان کې یې لیسانس تر لاسه کړی او له امریکا څخه په حقوقو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټري او دوکتورا سندونه لري.
































