سره له دې چې د بیان ازادي د افغانستان د تېرو شلو کلونو تر ټولو ستره لاس ته راوړنه ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کې پر افغان خبریالانو بریدونو او د دوی ګواښلو دغه لاس ته راوړنه له خنډونو او ستونزو سره مخ کړې ده.
په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې په بېلا بېلو پېښو کې ګڼ خبریالان په هدفي توګه وژل شوي دي. سره له دې چې افغان حکومت ځان د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ژمن بولي، خو د رسنیو ملاتړې ادارې افغان حکومت د امنیت په تامین او د خبریالانو لپاره د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې ناکام بولي.
وړمه ورځ ماښام شاوخوا په غزني کې ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو. نېکزاد په غزني کې د هغو کسانو له ډلې و چې د نوي حکومت په راتګ یې له ځايي او نړیوالو رسنیو سره کار پیل کړ. هغه په غزني کې له اسوشیټېډ پرېس او الجزیزې سره خبریالي کړې وه او دمګړۍ په غزني کې د خبریالانو د اتحادیې مسوول هم و. افغان حکومت دغه برید غندلی او طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د رحمت الله نېکزاد په وژل کېدو کې لاس نه لري.
له دې سره جوخت د خبریالانو د ملاتړ ملي او نړیوالو ادارو حکومت پړ بللی چې د خبریالانو د امنیت په تامین کې ناکام دی. په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومت د خبریالانو د امنیت په تامین کې ناکام دی. د سرچینې په خبره، د حکومت یو مسوولیت دا دی چې د خبریالانو د ژوند او فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي، خو په وروستیو کې جوړو شوو ګواښونو او د خبریالانو هدفي وژنو دا ثابته کړه چې حکومت په خپل کار کې ناکام دی.
ولسمشر غني هم دغه برید غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې ترهګرې ډلې هڅه کوي د بیان ازادي او د کلونو لاس ته راوړنې له خنډ سره مخ کړي. د ملي مصالحې عالي شورا هم پر رحمت الله نېکزاد برید غندلی او په خبره یې، وسله والې ډلې هڅه کوي د بیان ازادۍ په چوپ کولو سره خپلو موخو ته ځان ورسوي.
له دې ورهاخوا دې پېښې نړیوال غبرګونونه هم لرلي دي. د بښنې نړیوال سازمان پر رحمت الله نېکزاد او نورو خبریالانو برید بشر ضد جنایت بللی او له افغان حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغه پېښې عاملین ونیسي. د سرچینې په خبره: ((نېکزاد له کلونو راهیسې د بیان ازادۍ په برخه کې کار کاوه. پر هغه وسله وال برید بشر ضد جنایت دی چې حکومت یې باید عاملین عدالت ته راکاږي)).
د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون هم په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې وروستي ګواښونه د جدي اندېښنې وړ بللي او د رحمت الله نېکزاد وژل کېدل یې په کلکو ټکو غندلي دي. دغه فدارسیون ویلي چې هغه یو زړه ور او پیاوړی خبریال و چې په سختو شرایطو کې یې له ملي او نړیوالو رسنیو سره کار پیل کړ. دغه فدراسیون هم له افغان حکومت غوښتي چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د بې پولې خبریالانو ټولنې بیا پر افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر وړاندې پر شته خنډونو سترګې پټې نه کړي او ژر تر ژره دې د خبریالانو د امنیت لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
د نېکزاد وژل کېدل لومړۍ پېښه نه ده، په وروستیو اونیو کې نېکزاد څلورم خبریال دی چې په هدفي برید کې وژل کېږي. تر دې وړاندې په هلمند کې الیاس داعي، په کابل کې یما سیاوش او په ننګرهار کې ملاله میوند هم هغه خبریالانو وو چې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.
































