د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او په ارګ کې یې له ولسمشر غني سره کتلي دي. امریکایي رسنۍ هم وايي چې د امنیتي ملحوظاتو له امله د سرپرست وزیر کریستوفر مېلر سفر نه و افشا شوی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر مسئله، روان تاوتریخوالي او اوربند خبرې شوې دي. مېلر ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده او باید دواړه خواوې دایمي اوربند ته سره ورسېږي. هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او له افغان پوځ به د امریکا ملاتړ دوام کوي. دې هېل امریکايي نشریه بیا لیکي چې د کریستوفر مېلر د سفر عمده موخه د سرتېرو د ایستلو پر بهیر بحثونه وو. هغه خپلو سرتېرو ته ویلي چې ارو مرو به یې له افغانستانه خپلو کورونو ته ستنوي. دا په یوه اونۍ کې دویم لوړپوړی امریکايي پوځي دی چې افغانستان ته راځي.
































