د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن وایي چې د وروستیو سایبري بریدونو ځواب به ورکړي. جو بايډن په تازه څرګندونو کې تایید کړې چې روسي شبکو په امریکا کې پر مهمو اطلاعاتي مرکزونو سایبري بریدونه کړي دي. هغه ویلي چې روسیې ته دا منسوب برېدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. جو بایډن بیا ددې سایبري بریدونو پړه پر ټرمپ هم اچوي او وایي چې دده د سترګو پر وړاندې د امریکا پر مهمو اطلاعاتي مرکزونو سایبري بریدونه کېږي. نوموړي ویلي همدا چې واک ته ورسېږي په مهمو اقداماتو به لاس پورې کړي او هر څه له نږدې څاري.
































