په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ پر مشر په کابل ښار کې وسله وال برید شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو پر یوسف رشید نن د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې برید کړی دی، چې له امله یې دی وژل شوی خو موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی. فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غیر حکومتي بنسټ دی چې په افغانستان کې د ټاکنو پر شفافیت، ټاکنیزو بهیرونو او اړوندو سیستمونو څارنه کوي. امنیتي سرچینو هم تر دې دمه په دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.
































