د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د مشر یوسف رشید د وژل کېدو غبرګون کې ویلي، چې امنیتي بنسټونه باید د هدفي بریدونو مخنیوی وکړي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې ترهګرو ډلو په دې وروستیو کې د ژورنالیستانو، مدني فعالانو او نورو عامو وګړو د ترور لړۍ پیل کړې ده او په خبره یې، دا چاره نور هېوادوالو ته د منلو نه ده او د افغان دولت له امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې ده چې باید ژر تر ژره د دې بریدونو مخنیوی وکړي. د یادونې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید نن د کابل ښار په اتمه ناحیه کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
































