د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د امریکا پر مهمو دولتي بنسټونو سایبري بریدونو ته په اشارې چې امریکا یې پړه پر روسیې اچولې ده ویلي، دوی په دغو بریدونو کې لاس نه لري او په خبره یې، روسیه د بایډن په دوره کې هم له امریکا د ښو اړیکو تمه نه لري. هغه زیاته کړې، داسې ښکاري چې امریکا نه غواړي له روسیې سره یې په اړیکو کې خاص بدلون رامنځته شي نو له همدې امله بې ځایه تورونه لګوي او دوی په هغو بې مانا بریدونو کې په لاس لرلو تورونوي چې روسیې ته هیڅ ګټه نه لري. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی له دروغجنو او بې پروا خلکو څخه هیڅکله د ښېګڼې تمه نه ده کړې او تمه نه لري چې د بایډن دوره کې دې د روسیې-واشنګټن اړیکې سم لوري ته لاړې شي.
































