په افغانستان کې مېشت سي ای اې ته نږدې پوځیان د ملکي وګړو په وژلو کې لاس لري. د روسیې ار ټي اژانس ته د بشري حقونو یوه فعال ډانیا کوالیک ویلي چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې په افغانستان کې سي ای اې ته نږدې پوځیان خونړي عملیات ترسره کوي چې ډېر کله پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د نوموړي په خبره له داسې وژونکو سرتېرو په افغانستان کې استفاده کول او وحشیانه عملیات ترسره کول بوږنوونکې مسئله ده. هغه زیاته کړې چې لا هم دغه سرتېري د افغانستان په بېلو ولایتونو کې د امریکايي استخباراتو په سپارښتنه عملیات ترسره کوي چې ډېر وخت پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. کوالیک وایي د بشري حقونو نړیوال سازمانونه دې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په ترسره شوو جنایتونو چوپ نه پاتې کېږي بلکې خپل غږ دې اوچت کړي.
































