ټرمپ ایران ته تازه خبرداری ورکړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیز برید مسوول ایران دی. دده په وینا ایران ته یوه دوستانه مشوره ورکوي او هغه دا چې له داسې خطرناکو اقداماتو لاس واخلي. د ټرمپ په خبره که په دې بریدونو کې یو امریکايي کارکوونکی زیانمن شي نو مسوول به یې ایران وي چې دغه هېواد ته به بدې پایلې ولري. تېره یکشنبه په بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید وشو چې د معلوماتو له مخې تلفات یې نه لرل خو امریکا یې د ایران پر وړاندې غوسه کړې ده.
































