د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د کابل د امنیت مسوول دی وایي، د شپږ نیمو جلسې به دوام کوي خو له دې وروسته به یې راپورونه پر فیسبوک نه خپروي. دده په خبره پرېکړه شوې چې د یو څه مودې لپاره فیسبوکي راپور بند کړي او په دې موده کې به جلسې دوام کوي خو تر څنګ یې د تېرو دوو میاشتو کارونه او لاس ته راوړنې هم ارزول کېږي. امرالله صالح همدا راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د کابل ښاریانو د امنیت لپاره به خپلې هڅې ډېروي او په وینا یې د طالبانو د پلانونو شنډولو ته به ادامه ورکوي. هغه په کابل کې د ټولو ترورونو او هدفي وژنو پړه یو ځل بیا پر طالبانو اچولې ده او په خبره یې دغه ډله هڅه کوي د مدني ټولنې د غړو په وژلو سره د عدالت او ازادۍ غږ چوپ کړي. طالبانو بیا تر دې وړاندې ویلي چې په کابل کې په وروستیو بریدونو کې ددوی لاس نشته دی. امرالله صالح دا ژمنه هم کړې ده چې ژر تر ژره به د فیفا د اجرایوي مشر قاتلین ونیسي او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
































