د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۲۳۸ زره او ۴۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۱۸ میلیون او ۴۵۵ زره او ۶۵۵ ته رسېدلی دی. د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې زره او ۵۳۴ کسان مړه شوي هم دي. دغه پوهنتون ویلي چې په امریکا کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر درې لکه او ۲۶ زره او ۱۱۹ ته لوړ شوی دی. په ورته وخت کې د کویډ یو اې؛ اطلاع رسونې مرکز چې د کرونا وبا د تحلیل او تجزیې دنده پر غاړه لري وړاندوینه کړې ده چې په راتلونکې یوه میاشت کې به په امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۵ میلیونه او ۸۴ زره او ۹۲۲ ته او د مړه شویو هغه بیا څلور لکه او ۲۵ زره او ۶۹۳ ته لوړ شي.
































