د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو فاسدې ټاکنې تېرې ولسمشرۍ ټاکنې وې. هغه چې په سپینه ماڼۍ کې خپلې وروستۍ ورځې شماري پر خپل ټویټر یې لیکلي، هغه څوک چې وایي تېرې ولسمشرۍ ټاکنې پاکې وې د امریکایانو سترګو ته خاوري شیندې او تر ټولو ستره اشتباه کوي. هغه یو ځل بیا تینګار کړی دی چې په تېرو ټاکنو کې د بایډن په ګټه پراخې درغلۍ شوې دي. د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو تر دوو میاشتو ډېر وخت په تېرېدو دی خو ټرمپ لا هم خپله ماتې نه ده منلې او په وار وار یې له سترې محکمې د تېرو ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
































