د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا د دفاعي لګښتونو د بودجې طرحه چې د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو وکیلانو تصویب کړې وه، رد کړه. د امریکا د ۷۴۰ میلیارد ډالري دفاعي بودجه د ۲۰۲۱کال لپاره د ځواکونو له سطحې نیولې تر تسلیحاتي سیستمونو، د پرسونل چارې او د متحده ایالاتو د پوځ د منسوبینو د حقوقو درې سلنه زیاتوالی په کې شامل دی. د امریکا د استازو مجلس رییسې نانسي پلوسي د ټرمپ دغه اقدام یو بې پروا او ګنګس کوونکی اقدام ګڼلی دی چې په وینا یې امریکایي پوځیانو ته تاوان رسوي. پلوسي د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې ټرمپ د خپل ریاست د وروستیو ساعتونو څخه د ګډوډۍ د نندارې لپاره ګټه اخلي او په هغو حقوقو او امتیازونو چې برحاله او پخواني امریکایي پوځیان یې مستحق دي، سترګې پټوي.
































