روغتیا وزارت له هغو افغانانو چې پاکستان او ایران ته د تلو نیت لري غوښتي، چې تر یوې میاشتې دغو هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي. روغتیا وزارت د دې غوښتنې موخه د کرونا وبا د خپرېدو مخنیوی ښودلی دی. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور ویلي، چې ګڼ شمېر افغانان د ستونزو پر اساس ګاونډیو هېوادونو ته تګ راتګ کوي چې دا د کرونا وبا لا خپرېدو ته لار هواروي. د نوموړي په خبره، کله چې ایران او پاکستان کې دا پېښې کمې شوې بیا دې سفر پلان کړي. څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو خبر ورکړ، هغه افغانان چې د کرونا وبا منفي پایلې اسناد ونه لري پر تورخم دروازه دغه هېواد ته د ورتلو اجازه نه ورکوي. پاکستان ته هره ورځ ګڼ شمېر افغانان د درملنې لپاره ځي. خو د اسلام اباد تازه پرېکړې افغان مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه د یادې ستونزې د حل لپاره کار کوي.
































