د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل چې د افغانستان خلک به په نږدې راتلونکي کې د یوه اسلامي نظام څښتنان شي. دا غونډه د جدي میاشتې شپږمې نیټې په مناسبت، چې افغانستان ته د شوروي لښکرو د راتلو ورځې سره برابره ده، جوړه شوې وه. حکمتیار همدا راز په هیواد کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې سره وویل چې دا وژنې د ځینو خاصو داخلي او بهرنیو کړیو له خوا، چې د سولې مخالف دي کیږي. حکمتیار افغان دولت د خلکو امنیت خوندي کولو کې ناتوانه وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د خپل ژوند ساتلو لپاره خپله لاس په کار شي. نوموړی په داسې حال کې افغانستان کې د یوه نوي نظام د راتلو خبره کوي، چې په پام کې ده راتلونکو نږدې لسو ورځو پورې قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.
































