روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۷۶۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۳ کسه مړه شوي او ۹۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۴۸ ته رسېدلی دی. روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا مخنیوي لپاره دې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي.
































