یوشمېر مسافر د هرات-غور پر لویې لارې په «بند بایان» سیمه کې د واورې ورېدو او توپان له کبله بند پاتې دي. دغه مسافر چې شمېر یې له ۱۵۰ نه اوړي، وايي چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي. دوی وایي، که دولت ورسره همکاري ونه کړي او یاده لویه لاره پاکه نه کړي، د زیاتې یخنۍ له امله به مړه شي. دغه مسافران وايي، له تېرو درې شپو او ورځو راهیسې پر دې لارې روان دي، خو د واورې ورېدو او لارو بندوالي له کبله تر اوسه غور ته نه دي رسېدلي. دوی وايي، څو ځله يې د غور له مسوولینو سره اړیکه ونیوله، خو تراوسه یې هېڅ مرسته نه ده ورته رسولې.
































