په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي چې پایلو ته رسېدل پراخ زغم ته اړتیا لري. نوموړي چې نن یې د ملي مصالحې عالي شورا په دویمه غونډه کې خبرې کولې وویل د افغانانو له ټولو حقوقو د مذاکراتو پر مېز دفاع کوي خو د مقابل لوري خبرو ته هم په ځير غوږ دي. دده په وینا د یوې اوږدې جګړې ختمول اوږدو خبرو او پراخې حوصلې ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې په تدریج خنډونه له منځه یوسي. معصوم ستانکزي دغه راز وویل چې افغان حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا د دوی بشپړ ملاتړ کوي او په خبره یې مذاکراتي ټیم په خپلو کې سره متحد او یوه خوله دی. د ملي مصالحې عالي شورا نورو غړو هم د خبرو پر مهال وویل چې په دویم پړاو مذاکراتو کې یې اوربند د خبرو په سر کې دی او تمه لري چې ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسېږي.
































