د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغان دولت او طالبان باید د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې یوې هوکړې ته سره ورسېږي. نوموړي له عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي، که چېرته افغانان د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې هوکړې ته سره ونه رسېږي نو ممکن افغانستان یو ځل بیا سیاسي ګډوډیو سره لاس او ګریوان شي. کرزي د خپلو خبرو پر دوام له امریکایانو غوښتي چې د افغان سولې پروسه بشپړه او مثمرې پایلې ته ورسوي. پخواني ولسمشر زیاته کړې، امریکا باید دا پروسه په داسې ډول مخته یوسي چې د دواړو اړخونو ترمنځ باور لا پياوړی کړي. هغه د خپلو خبرو په پای کې دغه راز ویلي چې طالبان او دوی دواړه باید ځانونه د پردیو له کنټروله ازاد او له هېواده دفاع خپله اصلي دنده وبولي.
































