دې نېشن خپرونې راپور ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو واکونو څخه په استفادې هغه کسان بښلي دي چې په افغانستان او عراق کې یې جنګي جنایتونه کړي دي. راپور کاږي، ټرمپ د تېرې اوونۍ تر چهارشنبې ورځې پورې، نږدې اویا تنه هغه جنایت کوونکي بښلي دي چې په افغانستان او عراق کې د ملکي وګړو پر وژنه او ځورونه تورن شوي وو. ویل کېږي چې په بښل شویو سرتېرو کې ډېری هغه یې د بلک واټر قرارداديان دي. ټرمپ تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هم دوه تنه هغه سرتېري بښلي دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن پېژندل شوي وو. د ټرمپ ادارې په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































