وروسته تر هغه چې د ترکیې پارلمان په لیبیا کې د خپلو پوځیانو حضور اتلس میاشتې نور هم تمدید کړ، د لیبیا د ملي ځواک په نامه د یاغي ډلې مشر خلیفه حفتر ترکیې ته د نظامي برید ګواښ کړی دی. حفتر ګوت څنډنه کړې ده چې که ترکیه له لیبیا څخه په بېړه او بشپړه توګه خپل سرتېري ونه باسي نو سخت به پښېمانه شي. هغه زیاته کړې، که لیبیا کې سوله وي او یا هم جګړه، ترکیه هیڅ کاره هم نه ده چې د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي. حفتر خپلو وسله والو ته امر کړی دی چې له ترکي ځواکونو سره هر ډول جګړې ته پوره چمتوالی ونیسي. لیبیا د معمر قذافي تر وژل کېدو وروسته په دوو برخو وېشل شوې او له ۲۰۱۱م میلادي کال راهیسي د کورنیو جګړو په اور کې سوځي.
































