د امریکا بهرنیو چارو وزارت ارګ ته د مالیې وزارت د صلاحیتونو پر انتقال اندېښنه ښودلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا په چارو کې مرستيالې الېس ويلز ، د سولې انستیتیوت د وروستي راپور په غبرګون کې چې د افغانستان مالیې وزارت کې یې د وروستیو تغيیراتو په هکله خپور کړی و، اندېښنه ښودلې ده. نوموړې په څو برخو د مالیې وزارت پر وېشلو او ارګ ته د هغو د صلاحیتونو پر انتقال نیوکه کړې. متحده ایالات وایي، دغه چاره د افغانستان د مالیې وزارت د تضعیف سبب کیږي او نړیوال باور ته یې زیان رسوي.
































