په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان او سیمې د مسایلو څارونکی مایکل کوګلمن وایي طالبان فکر کوي چې په مذاکراتو کې له یوه پیاوړي موقف خبرې کوي نو له همدې امله دې ته هم لېوال نه دي چې د مذاکراتو له لارې واک ته ورسېږي، ځکه خو یې تر دې دمه تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده. کوګلمن دغه راز وايي چې طالبان لا هم د پاکستان له ملاتړ برخمن دي، په دغه هېواد کې کورونه او مرکزونه لري او پاکستان دې ته لېواله دی چې دوی په افغانستان کې واک ته ورسېږي. هغه وايي دا سمه ده چې پاکستان له طالبانو د ملاتړ لپاره هڅوونکی انتخاب نه لري، خو بیا هم له دوی سره اړیکې پالي. هغه ویلي پاکستان په افغانستان کې د یوه کمزوري حکومت او داسې ادارې غوښتونکی دی چې د اسلام اباد خبره ومني، نو له همدې امله هم له حکومت او هم له طالبانو سره د دوستۍ اړیکې پالي.
































