په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپورونو له مخې فرانسه، ډنمارک، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او جاپان هغه هېوادونه دي چې د کرونا ویروس د نوې بڼې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي. هسپانوي چارواکو هم ویلي چې دوی د نوي کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې ثبت کړې دي او پرې اخته کسان هم تازه له برېتانیا هسپانیې ته راغلي وو. بلخوا روغتیايي پوهان بیا په دې باور دي چې دا ویروس په چټکۍ د پراختیا وړتیا لري خو تر مخکیني ویروس خطرناک نه دی.
































