په ایران کې د مړو شوو غر ختونکو شمېر لسو ته رسېدلی دی. د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې برخې مشر مهدي ولي پور ویلي، په ټوله کې ۹ مړي موندل شوي او یوه کس روغتون ته تر لېږدېدا وروسته ساه ورکړې ده. بلخوا د اوو نورو تري تم شوو غر ختونکو کورنیو هم ویلي چې د کورنۍ غړي یې تر دې دمه لا درکه دي. په ایران کې ژغورنکو ډلو بیا ویلي چې د هوا د خرابوالي له امله یې عملیات ځنډولي دي او همدا چې زمینه مساعده شي دوی به د اوو لادرکه کسانو پلټنه پيل کړي.
































