د عامې روغتيا وزارت وايي چې په راتلونکې اونۍ کې به د کابل ښار په بېلابېلو ځايونو کې د کرونا شکمنو پېښو د نمونې اخيستې اسانتياوې برابرې شي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له راتلونکې اونۍ څخه د کرونا ناروغۍ د ځانکړي روغتون افغان جاپان پرته د شکمنې پېښو د ټسټ کولو په موخه په بېلابېلو ځايونو کې به اسانتياوې برابرې شي. ده وويل چې ورځ تر بلې د کرونا ويروس په هېواد کې د زياتېدو په حال کې دی نو اړينه ده چې په لابراتوارونو کې د ډېرو شکمنو پېښو نمونې واخيستل شي. دی وايي چې ښايي حالت بحراني شي نو اړينه ده چې بېلا بېلې طبقې سره يو ځای او د کرونا پر وړاندې جدي اقدامات ونېول شي.
































