د ازبکستان د روغتايي او خوراکي توکو مرستې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته را ورسېدې. په افغانستان کې د ازبکستان سفیر خواجه محمد یادګار شادمانوف وايي، چې دغه مرستې د ازبکستان د ولسمشر لخوا په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله شوې دي. هغه زیاتوي چې افغانستان ته د ازبکستان دغه مرستې به دوام پيدا کړي. ورته مهال د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر افغانستان ته د ازبکستان له بشرپاله مرستو مننه کوي. هغه وايي چې دغه مرستې په داسې وضعیت کې چې د افغانستان خلک د کرونا ویروس له خپرېدو اندېښمن دي، ډېر اهمیت لري. بلخوا له طبعي پېښو او بیړنیو حالتو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب الله فهیم وايي چې هېوادوال د کرونا په نوم له نوي ګواښ سره مخ دي او د هېواد له سوداګرو غواړي چې له بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړي.
































