په هېواد کې روان امنیتي وضعیت او هدفي بریدونو سترې اندېښنې رامنځته کړې دي. پرون د ولسي جرګې غړو په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په امنیتي ادارو کې پر کمزوریو نیوکې کړې دي او په خبره یې، دوی د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دي. وکیلانو وویل، امنیتي ادارې د وظیفوي تداخل او همدارنګه د سلسله مراتب د نه موجودیت له امله له کمزورۍ سره مخ دي او اصلي دندې ترې پاتې دي. بلخوا ولسمشر غني پر روان وضعیت تېره ورځ د کابیني فوق العاده غونډه کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې د امنیت په تامین کې خپلې هڅې پراخې کړي.
همدا پرون کابل ښار د دوو چاودنو شاهد و. کابل ښاریانو خپله ورځ د درنې چاودنې په اورېدو پیل کړه او بېرته مازیګر مهال د بلې درنې چاودنې پر مهال د کابل ښاریانو ورځ پای ته ورسېده. امنیتي چارواکو د تل په څېر د پېښې په اړه د لا پلټنې خبره وکړه او د برید اصلي عاملین بیا هم نامعلوم دي. دې هر څه د عامو وګړو او ولسي جرګې غبرګون پارولی دی. د ولسي جرګې غړو د تېرې ورځې په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې وکړې او په خبره یې، دغه ادارې د خلکو د امنیت په تامین کې کمزورې دي. د دوی په وینا، هره ورځ په کابل او ولایتونو کې د مقناطیسي ماین چاودنې کېږي، هدفي بریدونه کېږي او جنایي پېښې اوج ته رسېدلي، خو د کورنیو چارو وزارت کمزوری مدیریت د دې پېښو په کابو کولو او کمولو بریالی شوی نه دی.
وکیلانو همدار راز وویل چې په امنیتي او دفاعي ادارو کې سلسله مراتب او نظم له منځه تللی، وظیفوي تداخل موجود دی او امنیتي چارواکي د یو بل له اوامرو سرغړونه کوي چې همدې مسئلې کمکاري ډېره کړې او د لویو ستونزو لامل ګرځېدلی دی. د ولسي جرګې غړی خالد اسد وایي، که وضعیت همداسې وي، نو ښه ده چې د کورنیو چارو وزارت لغوه کړل شي. د ده په خبره: ((راځئ د وزارت داخلې د لغوې وړاندیز ورکړو، امنیتي سکتور دې د لومړۍ مرستیالۍ، د ولسمشرۍ ماڼۍ یا پي پي ایس یوه برخه شي. په دې توګه به له یوه ځایه قومانده اخلي او موږ به هم له وضعیت نتیجه واخلو)).
بلخوا د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې راتلونکې دوشنبه به د امنیتي ادارو مسوولین عمومي غونډې ته راځي او د وکیلانو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي. د ده په خبره: ((د رییسانو کمېټې پرېکړه کړې، چې د امنیتي ادارو مسوولین به راتلونکې دوشنبه عمومي غونډې ته حاضر شي او د وکیلانو پوښتنو ته به ځواب ورکړي)).
بلخوا ولسمشر غني بیا د کابینې په فوق العاده غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ترهګرې ډلې هڅه کوي د ځوانانو ترمنځ ناهیلي، بې باوري او تزلزل رامنځته کړي. د ده په خبره، افغانان باید کمزوري نه شي او د دښمن په دغه ډول دسیسو دې نه ماتېږي. هغه همدا راز په دې غونډه کې د امنیتي ادارو مسوولینو په تېره د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په کابل او ولایتونو کې د وروستیو ترهګریزو او هدفي بریدونو مسوولین ونیسي او محاکمه دې کړي. هغه له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې د ترهګرو د محکمې او نیولو پروسه دې چټکه کړي.
ولسمشر غني همدا راز د خبریالانو، سیاسي فعالینو، ډاکټرانو، مدني فعالینو او ملکیانو وژل غیر انساني عمل بللی او په خبره يې: ((دغه ډول بریدونو، پر یوه نسل برید دی، زموږ پر زړه برید دی، د ټولو ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي، موږ باید د شهیدانو کورنیو ته رسېدګي وکړو او د پېښو عاملین محاکمه کړو)).
ولسمشر دغه راز د سولې په برخه کې هم د ټولو ولایتونو پر والیانو غږ کړی چې سوله د یوه ملي بحث په توګه مطرح کړي، د خلکو ملاتړ خپل کړي او دوی په دې مهم امر کې د ځان تر څنګ ودروي.
































