تر هغه چې د پاکستان مداخله ختمه نه کړل شي افغانستان ته سوله نه شي راتللی. د افغانستان د مسایلو څارونکي استرالیایي پروفیسور ویلیم مېلي وایي پاکستان لا هم په افغان سوله کې مداخله کوي او د وسله والو طالبانو ملاتړی بلل کېږي. دده په خبره دا لکه لمر روښانه ده چې پاکستان په تېره ددغه هېواد نظامي څانګې له طالبانو بشپړ ملاتړ کوي او هر اړخیزه همکاري ورسره لري. مېلي زیاته کړې تر هغه چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ پای ته و نه رسېږي او دغه هېواد په افغان سوله کې له مداخلې را و نه ګرځول شي افغانستان ته سوله نه شي راتللی. تر دې وړاندې هم په ځلونو ګڼو نړیوالو رسنیو ویلي وو چې پاکستان په افغانستان کې د یوه کمزوري حکومت غوښتونکی دی او د سولې په چارو کې هم دوه مخي کوي.
































