طالبان هڅه کوي د تاوتریخوالي د ډېروالي له لارې فشارونه ډېر کړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریک اولسون ویلي طالبان له مذاکراتو سره دومره بلدتیا نه لري، خو له جګړې سره یې بلدتیا کلونو مخینه لري. دده په خبره له همدې امله دوی هڅه کوي د جګړو او تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې فشار زیات کړي او ځان خپلو موخو ته ورسوي. اولسون وايي طالبان یوه جنګي ډله ده او همدا چې له جګړې لاس اخلي په دې مانا ده چې یو ماشین له کاره لوېږي. هغه هیله څرګنده کړې چې روانې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په پای ته رسېدو کې ګټورې تمامې شي.
































