د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن وایي ټرمپ د امریکا مهمو اداراتو ته سترې ضربې رسولې دي. بایډن په خپله یوه خبري غونډه کې ویلي چې ټرمپ د بې کفایتیو په دوام ددغه هېواد امنیتي او استخباراتي ادارې سختې زیانمنې کړې دي او یادو ادارو په درېیو اونیو کې له دوی سره د خپلو فعالیتونو معلومات نه دي شریک کړي. دده په وینا د بایډن د ډلې معلومات ښيي چې ټرمپ د بې پرواییو له امله د امریکا لپاره حیاتي ادارې زیانمنې کړې دي او دا د امریکا لپاره خورا بوږنوونکی خبر دی. هغه ویلي امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زرګونه سرتېري لري، دښمنان لري، ستونزې او کشمکشونه لري خو امنیتي ادارې دومره کمزورې شوې چې که ژر تر ژره یې چارې منظمې نه شي نو د هر ډول ناکامۍ احتمال شته دی. ټرمپ بیا د بایډن پر دې څرګندونو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
































