د ټرمپ تر وتلو وروسته جو بایډن غواړي د لسګونه زره ډالرو په لګښت سپینه ماڼۍ راپاکه کړي. د معلوماتو له مخې بایډن غواړي د سپينې ماڼۍ ټولې غالۍ او فرشونه ومینځل شي، دغه ماڼۍ ضد عفوني شي او هر څه پاک کړل شي. د بايډن ډله دا هم غواړي چې په دغه ماڼۍ کې د کرونا ویروس مخه هم ونیسي او باید د بایډن کوم نږدې کس په دغه ویروس ککړ نه شي. دوی په دې باور دي چې د ټرمپ په موجودیت کې سپینه ماڼۍ له ویروس ډکه ده او هر څه خیرن شوي نو پاکولو ته اړتیا لري. ویل کېږي چې دا پاککاري به شاوخوا پنځوس زره امریکايي ډالر لګښت ولري.
































