لویې څارنوالي د فساد په تور د روغتیا وزارت د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي ویلي چې دا څلور کسان وروسته له هغه د دغې ادارې د منسوبینو له لوري د ملي امنیت ریاست په مرسته نیول شوي چې د روغتیا وزارت له یو شمېر ولایتي رییسانو څخه یې په میاشتني ډول له اویا تر اتیا زره ډالرو پورې رشوت غوښتنه کړې وه. رسولي د یادو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې نیول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي. په ورته وخت کې سرچینو ویلي چې نیول شويو کسانو کې یو یې د روغتیا د وزیر جواد عثماني د تره زوی او بل هغه یې سلاکار دی. روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































