ناټو وايي هېڅ داسې ضمانت نشته چې ګواکي د افغانستان د سولې پروسه دې بریا ته ورسېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان د سولې کاواکه بهیر د اندېښنې وړ دی او دا هیله ډېره کمه ده چې ګواکي بریا ته دې ورسېږي. دده په وینا هېڅ داسې ضمانت دمګړی نشته چې له مخې یې دې د افغان سولې د بریا ډاډ ترلاسه شي. هغه همدا راز افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور او وتلو په اړه هم ویلي چې په دې تړاو هېڅ پرېکړه له خطر خالي نه ده. دده په خبره دوی وضعیت ارزوي او په پوره دقت په دې اړه پرېکړه کوي. ناټو تر دې وړاندې یې د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی، خو اوس وایي چې دا بهیر کاواکه دی. ناټو داسې مهال دغه بهیر کاواکه بولي چې د سولې بهیر نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې برعکس جګړې ډېرې شوې او ملکي تلفات لوړ شوي دي.
































