طالبان هڅه کوي افغان حکومت د عامو افغانانو او نړیوالې ټولنې په ذهنیت کې کمزوری وښيي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ښارونو کې بریدونه او له مسوولیت منلو یې انکار د طالبانو نوې تګلاره ده چې هڅه کوي د حکومت او ولس ترمنځ فاصله رامنځ ته کړي. دده په خبره طالبان فکر کوي چې دوی په مذاکراتو کې برلاسي دي نو ځکه اوس په دې لټه کې دي چې افغان حکومت کمزوری وښيي او د هدفي بریدونو ددوام له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي. صدیقي وايي افغان امنیتي ځواکونه ددغه پلانونو د شنډولو په لټه کې دي او اجازه به ور نه کړي چې دغه ډله خپلو موخو ته ورسېږي. د ولسمشر ویاند یو ځل بیا تور پورې کړی چې طالبان د سولې نیت نه لري او د تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې هڅه کوي ځان خپلو اهدافو ته ورسوي.
































