ولسي جرګې لویې څارنوالۍ ته د کابل د ښاروال د معرفي کولو پرېکړه کړې ده. د ولسي جرګې غړو په نننۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې د کابل ښاروال داوود سلطانزوی باید څارنوالۍ ته ورمعرفي کړل شي او تر څنګ یې د هغه لاسلیک هم بې اعتباره اعلان کړی دی. د وکیلانو په خبره نوموړي په کابل ښاروالۍ کې غیر قانوني ګومارنې کړې دي، له صلاحیتونو یې ناوړه ګټه پورته کړې ده او د ولسي جرګې له پرله پسې غوښتنو سره استجوابیه غونډې ته هم نه دی حاضر شوی. تر دې وړاندې هم په رسنیو کې د کابل ښاروال په ادرس ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي او د هغه په امر له غیر قانوني ګومارنو یادونه شوې ده. د کابل ښاروال د ولسي جرګې د تازه پرېکړې په اړه تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.
































