د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او ملامت نه دي چې له دوی څخه د چټکې پایلې غوښتنه کوي. هغه زیاته کړې، اوربند مهم دی او په خبره یې د خبرو په اجنډا کې اوربند، د قربانیانو حقونه او عادي ژوند ته د طالب وسله والو ګرځېدل هم شامل دي. ستانکزي چې نن یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، دوی به په پیاوړې ارادې سره خبرو اترو ته داخل شي خو ټینګار یې کړی دی چې د کلونو جګړه په ډېره لنډه موده کې د حل وړ نه ده نو ټول باید حوصله ولري ځکه پرېکړه یوازې د دوی په لاس کې نه ده. هغه دغه راز له دولت څخه د خلکو نارضایتۍ ته په اشارې ویلي چې هو، خلک ناراضه دي خو دا نارضایتي یې د امنیت د نه تامین له امله ده. ستانکزي څرګنده کړې چې د بدخشان یو شمیر سیمو کې بهرني وسله وال شته او اړتیا ده چې په دې اړه ژورې خبرې وشي، ترڅو د سولې له هوکړې وروسته نورې ترهګرې ډلې سر راپورته نه کړي.
































