پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره هر اړخیزه مرسته کوي او ددې جدي اړتیا ده چې د تاوتریخوالي کچه کمه کړل شي. عمران خان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې پاکستان تل له افغان سولې سره مرسته کړې ده او اوس هم په دې ټینګار کوي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده. دده په وینا طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي، ځکه د جګړو او تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده. عمران خان دغه راز ویلي چې افغان سوله د ټولې سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده او په خبره یې پاکستان په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې سوله تامین شي او له دغه هېواد سره یې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شي.
































