په یمن کې د عدن په هوايي ډګر کې د تېرې ورځې برید او چاودنو د وژل شوو شمېر ۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. دغه پېښه داسې مهال وشوه چې له سعودي عربستان د یمن نوې کابینه عدن ته ورسېده او همدا چې په هوايي ډګر کې د کابینې غړي له الوتکې ښکته شول لومړی درنه چاودنه وشوه او وروسته سختې ډزې وشوې. له دې وروسته د ولسمشرۍ محل ته د کابینې له رسېدو سره سم بله درنه چاودنه هم شوې ده. په دواړو پېښو کې ټولټال ۲۲ کسه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کسه ټپیان دي. د یمن حکومت وایي چې په پېښه کې د کابینې کوم غړي او لوړپوړو چارواکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
































