د عراق د الفتح ایتلاف مشر هادي العامري ویلي چې امریکایي ځواکونه په بېلو پلمو هڅه کوي په عراق کې د خپلو پوځیانو حضور ته زمینه برابره کړي خو ټینګار یې کړی دی چې که چېرته امریکایي ځواکونه په خپله خوښه له عراقه ونه وځي نو دوی به یې اړباسي چې هر څه ژر له دغې خاورې پښې سپکې کړي. نوموړي زیاته کړې، امریکایي ځواکونه دا پلمه کوي چې داعش ډلې سره د مبارزې په موخه په عراق کې پاتې دي خو په وینا یې دوی خپله د داعش ډلې ملاتړ کوي او هڅه کوي د همدې ډلې له موجودیته ګټه پورته او خپل حضور ته دوام ورکړي. العامري د عراق پر حکومت او خلکو غږ کړی دی چې باید په ګډه د امریکایي ځواکونو پر وړاندې مبارزه وکړي او له دغه هېواده یې وباسي.
































