روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۵۱۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۶ تنه مړه شوي او ۱۲۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۲۰۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او شپږ ته رسېدلی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره له هېوادوالو غوښتي چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































