د روغتیا وزیر جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې افغانستان کې د کرونا ویروس د نوي ډول د ارزونې ظرفیت نه شته دی خو په وینا یې دوی هڅه کوي چې هر څه ژر دا امکانات برابر کړي. نوموړي په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا د نوې بڼې خپرېدو ته په اشارې زیاته کړې، د دې ویروس نوې بڼه پاکستان ته رسېدلې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د یو څه مودې لپاره دې د پاکستان په ګډون نورو ګاونډیو هېوادونو ته له سفره په کلکه ډډه وکړي. عثماني ویلي چې د ملکي هوایي چلند له ادارې یې غوښتنه کړې ده چې د هوایي شرکتونو له لارې دا پیغام شریک کړي څو هغه مسافر چې له بهر څخه افغانستان ته راځي د کرونا له ټسټ پرته دې ورته د سفر اجازه نه ورکوي.
































